عبدالرشيد خان رشيد څوک وو ؟

د باجوړ نوموړي ژورناليسټ عرفان الله جان راته د باجوړ ارواښاد عبدالرشيد خان رشيد په حق له اويل چه په کال ۲۰۰۲ کې يو وارې زه د يو پروګرام نه را روان وم چه او مې ليدل چه رشيد لالا ناست دې سلام مې پرې واچه وو او ورته او مي ويل چه لالا نن خو د تصوير ښه موقع ده. مازيګرې دي , کيمره هم راسته ده او ډمبر ګلې هم ګل شوي. ويل رشيد لالا اويل چه داسې ولي نه وې چه
په محبت او سليقه راغلم
رشيد لالا له په موقع راغلم
په هغه موقع مي دا عکس واخيست چه اوس هم راسه محفوظ وو. د عرفان الله جان د وينا مطابق رشيد لالا په خانئ کې ملنګ وو.

رشيد لالا په حق لالا د باجوړ ادبې ټولني مشر او نوموړي شاعر اشنا باجوړي ليکي

ED8CUh0WkAEf9F6 - CopyRasheed lala

اروښاد عبدالرشید خان رشید د باجوړ د تنظیمی ادب بانی دے ۔ غازیان او سنګرونہ ئې د افغانستان نہ خپور شوے او لاس او ګرېوان ئې د پېښور نہ پہ ۱۹۸۴ خوا و شا کښې چاپ شوے دے د دوئي کلیات د ۲۰۱۴ خوا و شا د دوئي د بچوړي افتخار پہ مرستۂ د سیمې تکړہ شاعر او نثر نګار جعفر خان جعفر چاپ کړو چې پہ کښې د ھغوئي ټولہ دستیاب شاعري راغونډہ کړې شوې دہ دوئې د قلم د لارې پہ خپل دور کښې د جاګیردارۍ او علماءِ سوء خلاف جګړہ کړې دہ او د خپل ژوند رنګینې او سنګینې حادثې ئې ھم قلم تہ سپارلی دي د دوئي زیاترہ شاعرۍ تہ استاد شاہ ولي ، نغمہ منګل او یو شمېر نورو معاصرو سندرغاړو د خپل آواز خواږ بخښلی وو. بدمرغي مو د کتاب نہ لرې والے دے ګنې نو عبدالرشید خان رشید زمونږ ویاړ دے

د باجوړ د سيمي نوموړې ليکوال پروفيسر حبيب الحسن ياد د رشيد خان په حق له ليکي چه رشيد لاله د ظلم او استبداد پر ضد د حق اواز او د مزاحمت غږ وو ـ هغه د ظالم په مقابل کښ ودريد او دځان سره ي د مظلومانو يو لښکر تيار کړو ـ او بى وزله خلک ي د حق لارى ته د وهڅولو۔

Leave a comment